د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړو او نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او له دواړو لورو یې غوښتنه کړې چې خپلې شخړې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي. په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې سعودي عرب د وضعیت له نږدې څارنه کوي او د سیمې د سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کوي. دغه راز دواړه هېوادونه یې هڅولي چې له تاوتریخوالي او کړکېچ د زیاتېدو څخه ډډه وکړي.



































