ذبیح الله مجاهد د پاکستان او افغانستان ترمنځ له جکړې وروسته په خبر کنفرانس کې ویلي، کله چې ا.ا خپله خاوره له فتنه ګرو خلاصه کړه، بیا ورته پښتونخوا کې نوي مرکزونه جوړ شول. په دغو مرکزونو ته د روزنې لپاره نوي کسان د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ډګرونو راوستل شول. په تهران او مسکو کې بریدونه له همدې مرکزونو پلان شوي و. مجاهد زیاته کړې، چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش په موجودیت هم سترګې پټې کړي دي. نوموړي ویلي، چې افغانستان له خپل هوایي او ځمکني حریم څخه د دفاع حق لري او د پاکستان هیڅ برید بې ځوابه پاتې نشي. نوموړي د یوې پوښتنې په خواب کې، چې پاکستان ولې داسې بریدونه کوي ویلي، چې پاکستان غواړي په نړیوال کچه د افغانستان سپکه وکړي او دوی ځان سپین کړي او پړه ټوله پر افغانستان ور واچوي.



































