د کندهار د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي. د مسوولینو په خبره د مستهلکینو ملاتړ کمېسیون د خلکو د روغتیایي خوندیتوب او د بازار د شفافیت د تأمین په موخه دا کار ترسره کړی دی. سرچینې ویلي، چې دغه توکي د یاد ولایت د ښار او ولسوالیو له بېلا بېلو برخو څخه راټول او د اړوندو ادارو د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې لسګونه ټنه تاریخ تېره او غیرمعیاري توکي له بازارونو راټول او له منځه وړل شوي دي.



































