د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په اتو میاشتو کې بهرنیو هیوادونو ته د څه باندې ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچې میوې صادرې شوې دي. د یاد وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي، چې په یاده موده کې افغانستان د څه باندې ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچې میوې صادرې کړې دي؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال په اتو میاشتو کې د هېواد د وچو میوو د صادراتو ارزښت شاوخوا ۱۷۹ میلیونه ډالر و.” د آخندزاده په خبره دغه صادرات هند، پاکستان، عربي متحدو اماراتو، روسیې، چین، انګلستان، المان، کاناډا، ایټالیا او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.



































