د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د کابل ښار د دشتبرچي برېښنایي وېشڅانګې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل څخه تر اوسه ۳۳ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي. یادې ادارې ویلي، چې ۳۱ زره یې نوې برېښنایي پېژندپاڼې او دوه زره نورې یې تر وېش وروسته خدمتونه دي. د دشتبرچي د برېښنایي پېژندپاڼو وېشڅانګې عمومي مدیر بسمالله محمدي ویلي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۷۰۰ غوښتونکي دې څانګې ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوندو خدمتونو د ترلاسهکولو په موخه مراجعه کوي. هغه وایي، چې په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د مثنی پېژندپاڼو د وېش، پېژندپاڼې نوېکولو، زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه وړاندې کېږي.



































