د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د مومنددرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې د څه باندې ۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت، د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل وشوه. د یادې شبکې په بشپړېدو سره ۳۴۸ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.



































