په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب اصولو ته بشپړ درناوی وکړي. یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د وروستیو نښتو پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د درنو ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي. د یوناما په خبره په وروستیو کې د افغانستان او د پاکستان پوځ ترمنځ تاوتریخوالی په بېسارې توګه زیات شوی، چې له امله یې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.



































