د اوبو او انرژۍ د وزیر عبداللطیف منصور په مشرۍ او روسیه کې د افغانستان د سفیر ګل حسن حسن په ګډون یوه پلاوي د روسیې د انرژۍ اونۍ په فورم کې ګډون کړی. عبداللطیف منصور د دغه فورم په څنډه کې له خپل روسي سیال سرګي تسویلیوف سره کتلي او د افغانستان په انرژۍ سکټور کې یې د ګډو همکاریو، پانګونو او د پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي. د نوموړي په خبره، د روسیې د انرژۍ وزیر ژمنه کړې چې هېواد به یې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په برخه کې د تخنیکي تجربو د شریکولو، د متخصصینو د روزنې او د زېربنایي پروژو پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.



































