د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته خپل وروستی سفر تاریخي او له لاسته راوړنو ډک بللی دی. متقي ویلي، د سفر پر مهال دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې د جوړېدو هوکړه وکړه، او د سوداګرۍ د کچې لوړولو، هوایي دهلېز، د واګا بندر ستونزو او د چابهار بندر د اسانتیاوو د پراخولو په اړه خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د مسکو فارمټ ناسته هم مهمه بللې، ځکه افغان حکومت پکې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ. هغه ویلي، د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د ثبات، بشري مرستو او حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود. متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر، د سوداګرۍ خونې له استازو، افغان پانګوالو او مېشتو افغانانو سره لیدلي او د پانګونې، همکاریو او تعلیمي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.



































