ایران د افغانانو د ناقانونه استوګنې د حل لپاره افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکوي. دا خبره د سوېلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مسوول محمدرضا بهرامي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې ده. د کډوالو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د کډوالو د وضعیت، ګډو همکاریو او د سیمې د وروستي حالت په اړه خبرې شوې دي. بهرامي ویلي، ایران به د خپلو ژمنو د عملي کولو ترڅنګ، د افغانانو د استوګنې د قانوني کولو لپاره له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي. مولوي عبدالکبیر د ایران له لوري د کاري ویزو ورکړه مهمه بللې او ویلي یې دي، چې بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته د راستنېدو په موخه هڅوي او کوربه هېوادونه دې افغانان په جبري ډول نه وباسي.



































