د سپین بولدک یوه فرعي دروازه نن د راستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ د لنډمهال لپاره پرانېستل شوې ده. دا دروازه نږدې یوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه چې د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وشول. سرچینې زیاتوي چې له نن سهار راهیسې د سپینبولدک له لارې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو راتګ پیل شوی، خو لاهم د سوداګریزو مالونو د لېږد او رالېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.



































