د ا.ا ویاند د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند په تړاو ویلي، چې ا.ا هېڅکله هم پر چا یرغل نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و. نوموړي له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي؛ که بیا څوک پر افغانستان یر غل وکړي، افغان ځواکونه يې دفاع ته چمتو دي. نوموړي دا هم ویلي، چې وړمه ورځ د پاکستان په غوښتنه او ټینګار اوربند منل شوې هوکړه کې کومه زماني موده نه وه یاده کړې او ځواکونو ته امر شوی وو، چې تیري کوونکو ته ځواب ورکړي.



































