د هندوستان د «هندو» ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان ځواکونو په وروستیو نښتو کې پاکستاني پوځ ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی چې اسلاماباد یې لالهانده کړی دی. راپور زیاتوي، افغان ځواکونو د سرحدي پوستو پر ضد دقیق او چټک بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې د پاکستان یو شمېر مهم پوځي تاسیسات زیانمن شوي او د هغوی دفاعي سیستم ګډوډ شوی دی. ورځپاڼه لیکي، دا بریدونه د افغانستان د ملي قوت څرګندونه کوي او ثابته کړې یې ده چې یو نوی ټوکېدلی خو باعزته ځواک هم کولای شي اټومي ځواک لرونکی هېواد حیران او بېوسه کړي.



































