د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند د غځولو هڅه بریالۍ کړه، خو دا اوربند پاکستان مات کړ. خلیلزاد په پکتیکا کې د تېرې شپې برید ته په اشارې سره ویلي، پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان نه شي زغملای چې له لسیزو جګړو وروسته یې ګاونډی هېواد په سوله کې ژوند وکړي. نوموړي قطر یو رښتینی منځګړی بللی او له پاکستانه یې غوښتی چې که ځان یو ریښتینی ګاونډی بولي، نو د افغانستان پر وړاندې دې بریدونه پای ته ورسوي.



































