د ا.ا ویاند ویلي، چې د قطر په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ خبرې د یوې دوه اړخیزې هوکړې په لاسلیک پای ته رسېدلې دي. نوموړي ویلي، چې دواړو خواوو په هوکړه کې د بشپړ او ماناداره اوربند، د یو بل پر ضد د خاورې د نه کارولو، د ښه ګاونډیتوب او د هر ډول دښمنانه اقدام د مخنیوي ژمنه کړې ده. هغه ویلي، چې دواړه هېوادونه به د هغو ډلو ملاتړ نه کوي، چې د بل هېواد پر ضد بریدونه ترسره کوي. د ا.ا ویاند ویلي، د هوکړې د پلي کېدو او د اختلافونو د څېړلو لپاره به د قطر او ترکیې په همکارۍ یو ګډ میکانیزم جوړېږي. مجاهد د منځګړو هېوادونو د هڅو ستاینه کړې او دا هوکړه یې د دايمي سولې او ثبات په لور یو مثبت ګام بللی.



































