د خوست ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د خوست-کابل عمومي لارې اړوند له کباړ سرای څخه تر مټه چينې پورې د دویم لين سړک چې څه باندې ۱.۹ کيلو متره اوږدوالی لري، چارې يې د ۲۹ ميليونه ۵۳۲ زره ۴۸۱ افغانيو په لګښت پيل شوې او د شپږ مياشتو په موده کې به پای ته ورسېږي. د خوست اوسېدونکي وایي، د دغه سړک د خرابوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو. دوی وایي، خوښ دی چې د دغه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.



































