د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ډېری افغانان په ځانګړې توګه، په غیر رسمي استوګنځایونو کې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دغه پروګرام زیاته کړې، چې باید پاکو اوبو ته د ټولو د لاسرسي لپاره بشپړې هڅې وشي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام تر دې وړاندې دغه ویلي وو چې له ایران او پاکستانه ډېری راستانه شوي کسان په غیر رسمي استوګنځایونو کې ژوند کوي. یونیسف هم خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې اوبه په بشپړه توګه وچې شي.



































