د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سمدستياوربند هرکلی کړی دی. په خبر پاڼه کې راغلي عربستان د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ټولو هڅو ملاتړ اعلان کړی. په دوحه کې د افغانستان او پاکستان د سولې د خبرو او اوربند تر تړون وروسته، عربستان ژمنه کړې، چې د امنیت په ټينګښت کې به د دواړو هېوادونو سره همکار پاتې کېږي، تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ ثبات او هوساینه رامنځته شي.



































