د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړي پلاوي او د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف او مل پلاوي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه. برادر ټاپي د سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې اوسمهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی. نوموړي همداراز پر ترکمنستان او ټولو نړیوالو شریکانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو ګټه پورته او دلته پانګونه وکړي. د ترکمنستان رهبر هم ټاپي پروژه د خپل هېواد لومړیتوب وبلله او ویې ویل، چې افغانستان به په کلني ډول شاوخوا یو میلیارد ډالر عواید ترلاسه کړي. دواړو خواو په سیمهییزه همکارۍ، پانګونې او متقابل احترام ټینګار کړی.




































