د ایران د تایباد ولسوال حسن جمشیدي ویلي، چې د دوغارون له لارې د بېاسناده افغانانو د ستنېدو کچه د تېرې میاشتې پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده. د چارواکو په وینا، د روان کال له پیل راهیسې له دې پولې څه باندې یو میلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. جمشیدي زیاته کړه، ډېر ژر به پر دې لاره د بهرنیو وګړو د پېژندنې لپاره بایومټریک سیستم فعال شي. له بلې خوا، راستانه شوي افغانان د ایراني پولیسو له ظالمانه چلند او د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي.



































