د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، نږدې ۶۰۰ زره جلده پاسپورټونه په کور دننه او له هېواده بهر راستنو شویو افغانانو ته وېشل شوي او یا هم نوي شوي دي. دغه ریاست ويلي، دامهال د پاسپورټ ترلاسه کولو په برخه کې د هېوادوالو لپاره تر پخوا ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.



































