پاکستان ته د افغانستان د صادراتو له بندېدو او له پنجاب څخه د توکو د نه راوړلو له امله د پاکستان په کراچۍ ښار کې د میوو او سبزیجاتو بیې لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د روميانو بیه اوس د چرګ له غوښې هم لوړه ده او د ښار نږدې ۹۰ سلنه اړتیا له ایران څخه پوره کېږي. د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه درېدلې.



































