د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایټالیا په افغانستان کې له راستنېدونکو او اغېزمنو کوربه ټولنو څخه د ملاتړ په موخه دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې دا مرسته به د څه باندې ۲۰ زرو کسانو پر بیاادغام ولګېږي چې نیمايي به یې مېرمنې او نجونې وي. دا مرسته داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده. له دې سره هممهاله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعلان کړی چې پاکستن کې به هغو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورکړل شي چې باوري اسناد لري.



































