د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت مخ په خرابېدو دی. یاد بنسټ په لیکلي بیان کې زیاته کړې، چې د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې په افغانستان کې ټولو اړمنو ته خوراکي توکي ونه رسېږي. دغه بنسټ وایي، چې اوس یوازې د یوې برخې اړمنو لاسنیوی کولی شي. ډبلیو ایف پي، اعلان کړی چې د ژمي له پیل وړاندې بېړنی ملاتړ اړین دی څو افغان ماشومان او کورنۍ د شدیدې لوږې له خطر څخه خوندي پاتې شي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې له یوه ناوړه بحران سره مخ دی.



































