د سمنګانو ولایت د خلم ولسوالۍ د سمنګان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې دغه پېښه د خلم ولسوالۍ د سمنګان- مزارشریف لویه لاره کې له ۵۸۰ موټر سره د اکتروز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي. رحماني زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو اوسېدونکي دي. یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودلې ده.



































