په پلازمېنې کابل کې د هوا د ککړتیا د زیاتېدو له امله د ښار د یو شمېر اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي. کابل ښاریان وايي، په وروستیو اونیو کې د دوړو او لوګي کچه لوړه شوې او اړوند ادارې باید د ککړتیا د مخنیوي لپاره بیړني ګامونه پورته کړي. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ټرافیکو ریاست، کابل ښاروالۍ او د انرژۍ او اوبو وزارت سره په ګډه هڅې کوي، څو د راتلونکي ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا کچه راټيټه کړي.



































