د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې یو پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی دی. فطرت سپوږمۍ راډیو ته وویل، دا ادعاوې بېاساسه او تشې اوازې دي. نوموړي وویل، د سفارت کارکوونکي خپل عادي او منظم سفرونه ترسره کوي، خو دا پلاوی نه دی او له کومو رسمي ملاقاتونو سره تړاو نه لري. ځینو پاکستاني رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د سوداګریزو اړیکو او ډیورنډ فرضي کرښې د بحث لپاره یو پلاوی کابل ته ځي.



































