کابل ښاریان د برېښنا له دوامداره پرچاويو شکایت لري. دوی وایي، د وروستیو ورځو پرمهال، د ورځې برېښنا نهلري او د شپې لهخوا هم یوازې د څو ساعتونو لپاره برېښنا ته لاسرسی لري. د دوی په وینا، د برښنا دوامداره نشتوالی د خلکو په ورځني ژوند، زدهکړو او کاروبارونو ناوړه اغېز کړی دی. خو د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل او یو شمېر ولایتونو پارچاو شوې برېښنا به ډېر ژر وصل شي. افغانستان دامهال ۸۰سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او هر کله چې د وارداتي برښنا مزې پرې شي یا تخنیکي ستونزې رامنځته شي، د کابل په ګډون د هېواد ډېری سیمې د دوامدارې برښنا له پرچاوۍ سره مخ کېږي.



































