د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر ۵۸۲ جریبه ځمکه د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکو موټرو د یوه ترمینل جوړولو چارې پیل شوې. د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ويلي، چې په دې پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، د باروړونکو موټرو تمځای، سړکونه، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې، د ټرانسپورټي شرکتونو دفترونه، د سوداګریزو مالونو ځانګړي مرکزونه، د اور وژنې ودانۍ او ځينې نور تاسیسات شامل دي.



































