ځینو هندي رسنیو راپور ورکړی، چې هند په کابل کې د خپل سفارت له بیا پرانیستلو سره کرن یادف د سفیر په توګه ټاکلی دی. یادف تر دې وړاندې هم په کابل کې د هند د تخنیکي ماموریت مشري کوله. د مالوماتو له مخې نوموړی له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کوي او د کابل د سرپرست سفیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې یې په مالدیف او سریلانکا کې د هند په سفارتونو کې دندې ترسره کړې دي. د افغانستان او هند چارواک تر اوسه په رسمي ډول د دې ټاکنې په اړه څه نه دي ویلي. دا ټاکنه هند ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي له سفر سره هم مهاله شوې ده.



































