د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضياء احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پرون د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. حافظ ضياء احمد تکل ویلي، چې په دې غیر رسمي کتنه کې د افغانستان او متحده ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو هر اړخیز خبرې شوې دي.



































