د راپورونو له مخې په پاکستان کې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، د نیولو لړۍ پر دوام پولیسو په کراچۍ ښار کې ۴۵ افغانان نیولي دي. په راپورونو کې راغلي، چې دغه نیول شویو ۴۵ افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او د پولیسو له لوري په بېلابېلو زندانونو کې زنداني شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیولو عملیات پراخ او چټک کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پولیسو په لاهور ښار کې د یو شمېر افغانانو د نیولو خبر ورکړی و. په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د پولیسو له لوري نیول شوي او بیا افغانستان ته ستانه کړای شوي؛ رسنیو ته ویلي، چې د پولیسو په عملیاتو کې ان هغه افغانان هم ځورول کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.



































