د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستانه ۷۳۲ کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي. د یاد کمېسیون مسوولین وایي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۵، د هرات د اسلامکلا له لارې ۶۵، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۶ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۱۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د ځایي مسوولینو په خبره له دغو کډوالو سره د لومړنیو توکو مرستې هم ترسره شوې دي.



































