د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه هم خبرې شوې دي. دوکتور محمد نعیم ویلي، چین او افغانستان دوه تاريخي ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر مشترکات سره لري. هغه د چين له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي. ورته مهال یوشیاو یونګ ویلي، چین له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او د دې هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو درناوی کوي.



































