د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، برهکيبرک او څرخ ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت د سړکونو جوړولو چارې پیل شوې دي. د ټولګټو چارو رییس مولوي جنتګل سراج وایي، په دې پروژو کې ۳۲ کیلومتره عامه سړکونه او د پوهنتون درې کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړېږي. د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح ویلي، ا.ا د بیارغونې بهیر ته ژمن دی او د خلکو د غوښتنو پر بنسټ به معیاري سړکونه جوړ کړي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد قاسم خالد هم له خلکو او چارواکو غوښتي چې د یادو پروژو د عملي کېدو په برخه کې همکاري وکړي او بېځایه مداخلې ونه کړي.



































