د ازبکستان د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزي د خرابېدو له امله کابل ښاریان له برېښنا بېبرخې شوي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. کسبګر، خیاطان او د چاپخونو مسوولین شکایت کوي چې د جنراتور له لارې د برېښنا لګښت څو برابره زیات شوی او کار یې اغېزمن شوی دی. خو د افغانستان برېښنا شرکت وایي، تخنیکي ټیمونه یې د مزي د ترمیم لپاره شپهورځ هڅه کوي او ژر به برېښنا بېرته ورغول شي. د یادونې وړ ده چې افغانستان دامهال خپله د اړتیا وړ شاوخوا۸۰سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.



































