په چمن ښارګوټي کې له ۱۵۰۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ د پاکستان له لوري د ایستلو وروسته بندې پاتې دي. د راپورونو له مخې، پاکستان یوازې د سپین بولدک له لارې افغان کډوالو ته د راستنېدو اجازه ورکوي، خو د دې لارې د ګڼهګوڼې له امله هره کورنۍ لږ تر لږه یوه اونۍ وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را اوړي. چمن ښارګوټي کې بند پاتې افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د چمن سیمهییز اوسېدونکي هره ورځ دغو راستنېدونکو ته خواړه، اوبه، درمل او د استوګنې ځایونه برابروي.



































