د چین له لوري د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویمه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکوي کورونه پکې شامل دي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوه. د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین له دولت او خلکو مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د دوستۍ او بشري همکاریو نښه بللې. په کابل کې د چین د سفارت مرستیال بائو خوهوی ویلي، دغه مرستې د بېځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو د سرپناه او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره چمتو شوې دي. نوموړي ویلي، چې هېواد به یې له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.



































