د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دارالامان لومړۍ پلي لوا د توپچي مسوولینو له لوري دوه ضربه (23- ZU) دافع هوا توپونه فعال شول. ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویلي، توپونه یې له فعالېدو وروسته په مشخصو موقعیتونو کې نصب کړي دي. د دفاع وزارت مسوولین وايي، چې د پوځي اسلحو او تجهیزاتو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته به دوام ورکړي، څو د دفاعي چمتووالي کچه نوره لوړه او پیاوړې شي.



































