د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي سره د افغانستان او سیمې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د متقابلې همکارۍ، د بشري مرستو د دوام او د افغان کډوالو د ملاتړ پر موضوعاتو خبرې کړې دي. د بریټانیا استازي د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ ژمنه تکرار کړې او دواړو خواوو د همکارۍ او دوامدارو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.



































