د افغانستان مذاکراتي ټیم له ۱۵ ساعته پرلپسې بحثونو وروسته تېره شپه دوه بجې پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده سپارلې ده. د ملي ټلویزیون د خبر له مخې، په مسوده کې وړاندیز شوی چې د اوربند د تعقیب لپاره یو څلور اړخیز چینل جوړ شي، څو د سرغړونو ارزونه او اړوند معلومات پکې شریک شي. پاکستاني لوري ته د افغانستان مسوده سپارل شوې، او په مقابل کې یې د پاکستان دویمه مسوده شپږ بجې افغانستان ته سپارل شوې. ویل کېږي، نن به دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې بیا سره کتنه وکړي او کوښښ به وکړي چې یوې نهايي نتیجې ته ورسېږي.



































