د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ حل شي او دا کار یې خورا اسانه بللی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دویم ځل واکمنۍ له اته میاشتو تېرېدو راهیسې یې تر اوسه پورې اته نړۍوالې شخړې حل کړې دي. ټرمپ تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د ختمېدو خبره کړې وه. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له پرون راهیسې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات روان دي.



































