د فاریاب ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د جوزجان ـــ فاریاب پر لویه لاره د یو فرونر او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي. د پیښې ټپیان د فاریاب اندخوی ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی. د یادو پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.



































