د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د مزارشریف-حیرتان پر لویه لار د یو کرولا ډوله او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله لس تنه ټپیان شوي دي. سرچینې ویلي، چې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي. د شپږو تنو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د ځایي مسوولینو په خبره جدي ټپیان د ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.



































