د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول په روانو مذاکراتو کې پر ډېری مواردو هوکړه شوې او تمه ده، چې د پاتې محدودو موضوعاتو په اړه هم د نن ورځې تر پایه هوکړه وشي. د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د مذاکراتو په پای کې د اوربند د غځېدو، د لارو د خلاصون، د بندیانو د خوشې کولو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای د ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو ګډه اعلامیه خپره شي. اټکل کېږي، چې دغه خبرې به د نن شپې تر ناوخته دوام ومومي.



































