افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. له بل لوري، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، پولیس یې د ایستلو ترڅنګ کورونه نړوي او هټۍ بندوي. په ورته وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ډېری ناقانونه افغان کډوال په خپله خوښه وتلي او پاتې نور یې د اړینو پروتوکولونو په پام کې نیولو سره ایستل شوي دي. د ترکیې حکومت هم اعلان کړی، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې ۳۰ زره افغان کډوال نیولي دي.



































