د راپورونو له مخې، په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ روانو مذاکراتو کې افغان پلاوي هڅه کړې چې خبرې رغنده او د ستونزو د حل پر لارو چارو متمرکزې وي، خو پاکستانی لوری په دې نیت نه ښکاري. سرچینو طلوعنیوز ته ویلي، چې د پاکستاني پلاوي دریځ ضد و نقیض دی او هڅه کوي د مذاکراتو له مېز څخه ووځي. د معلوماتو له مخې، پاکستاني پلاوي له افغان لوري غوښتي چې ومني، د ټيټيپي د بریدونو پر مهال پاکستان ته د افغان خاورې دننه د برید حق ورکړل شي. همدارنګه، پاکستاني پلاوي دا هم منلې چې له یوه بهرني هېواد سره یې د ډرون بریدونو تړون کړی، او له همدې امله د دغو بریدونو د مخنیوي توان نه لري. افغان پلاوی ټینګار کوي چې د ټيټيپي ستونزه افغاني نه، بلکې د پاکستان خپله پخوانۍ او داخلي ستونزه ده.



































