د خوست د مرکز متون ښار اړوند د شمل پیرانو په سیمه کې د یوه استنادي دېوال، سربند او کانال د جوړولو چارې د ۲۲۹ زره ۷۸۳ ډالرو په لګښت پیل شوې دي. د خوست والي عبدالله مختار ویلي، چې یاده پروژه د اوبو او انرژۍ ریاست ترچتر لاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۲۹ زره ۷۸۳ ډالرو په لګښت پلې کېږي چې چارې به یې په یو کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه، یاد استنادي دېوال ۴۱۶ متره، سربند ۱۵۰ متره او کانال ۵۵۰ متره اوږدوالی لري.



































