د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص، د ایران د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال لاهیجان زاده او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ایران د چاپېریال ساتنې وزارت مرستیال، لاهیجان زاده، د خپلو خبرو په ترڅ کې د ایران د چاپېریال ساتنې وزیر پيغام له ښاغلي خالص سره شریک کړ او له نوموړې یې غوښتنه وکړه چې ایران ته رسمي سفر وکړي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د ایران له بلنې څخه مننه کړې او زیاته یې کړې ده، چې په یوه مناسب فرصت کې به ایران ته رسمي سفر وکړي.



































