د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( ایف اې او) خبر ورکړی، چې د نړیوال بانک په ملاتړ یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کچالو او پیازو ۳۶۰ زیرمتونونه جوړ کړي دي. د یاد سازمان په خبره دا زیرمتونونه به د کچالو او پیازو د خوسا کېدو مخه ونیسي. ایف اې او زیاته کړې، چې دغه زیرمتونونه له ۴۵ څخه تر ۵۰ ټنو پورې ظرفیت سره جوړ شوي دي. د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د دغو ګودامونو په جوړېدو سره، له حاصلاتو وروسته زیانونه هم کم شوي دي.



































